د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د مامند درې په خروه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې د داعش وسله والو بله راډیو دستګاه هم لمنځه یوړل شوه .
دغه برید نن د چنګاښ په ۲۳مه له غرمې مخکې په یاده سیمه کې ترسره شوی دی . تر دې وړاندې هم څو ځله د داعشیانو له لورې فعالې شوې راډیویي دستګاوې لمنځه وړل شوي دي . لومړني معلومات ښایي چې د یاد برید په ترڅ کې د داعش یو شمېر مهم کسان هم وژل شوي دي،چې وروسته به کره معلومات شریک شي