کابل له امریکا څخه په نظامي چارو کې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

د افغان حکومت اجراییه رئیس نن د امریکا له لوی درستیز سره کتلي او د بېلابېلو امنیتي مسایلو، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د مبارزې او د سولې د تينګښت په اړه ورسره خبرې کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې له همدې امله له اجراییه ریاست څخه خپره شوې راغلي په دغه لیدنه کې چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو قومندان هم موجود و ښاغلي عبدالله عبدالله او جنرال جوزف ډانفورډ له افغان ځواکونو سره د امریکا او د دغه هېواد ځواکونو د همکاري او د افغان ځواکونو په پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال ډانفورډ په دغه کتنه کې د افغان ځواکونو له میړانې او د خپل هېواده یې د دفاع برخه کې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به له افغان ځواکونو سره خپل مرسته او همکاري روانه وساتي.

خروج از نسخه موبایل