د یمن پر المکلا برید د القاعدې ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،او د المیادین شبکې له خولۍ،په یمن کې د المکلا ښار په لودیځ کې د دوه وو بریدونو پړه د القاعده ډلې په غاړه اخیستې او ویل کیګي چې په دې برید کې د یمن د مستعفی ولسمشر عبدربه منصور په لسګونه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دوشنبي په ورځ دوه هغه موټړ چې پکې بمونه ایښودل شوي وو د یمن د تښي ولسمشر د تلاشي په دوه وو مرکزونو کې وچاودل چې د دې برید له کبله ۱۱ تنه وژل شوي چې ۴ تنه یی غیر نظامیان وو او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي
په یمن کې ستونځې د دې لامل شوي دي ترڅو د داعش او اقاعده ډلې په دې هیواد کې خپل نفوذ تقویت کړې.
عربستان او یو شمیر نور عربي هیوادونه د امریکا په ملاتړ له یو کال راهیسي پر یمن بریدونه کوي ترڅو د یمن پخوانی ولسمشر بیاځلي واک ته ورسوي او ددې بریدونو له کبله په زرګونو ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.