په ناروي کې د عربستان سیاست په ضد په سلګونو کسانو لاریون وکړ

د ناروي په اسلو ښار کې په سلګونو کسانو د عربستان سفارت په وړاندې د دې لپاره لاریونونه کړي چې ګواکي عربستان له داعش څخه مالي ملاتړ کوي.

۴

لاریون کونکو شعار ورکولو چې عربستان د داعش بانګ دی او داعش د آل سعود ایدیولوژي ده.د طه موید په نامه یوه لاریون کونکي وویل،هغو کسانو چې له څو هیوادونو څخه په دط لاریون کې ګډون کړی د هغوي زیات شمیر د ناروي له بیلا بیلو ښارونو څخه دلته راغلي دي.نوموړي همداشان وویل چې زمونګ اندیښني د بشري حقونو نقض،له ترهګرو څخه مالي ملاتړ او په یمن کې د عربستان لخوا د خلکو وژنه ده.د محمد اظهر الخفاجي په نامه یوه بل لاریون کونکي وویل:هر چیرته چې یوه تروریستي پیښه رامنځ ته شی مونګ همدلته سره راټولیګو هغه وویل په نړي عربستان او ټولي ترهګري ډلي له یوه ایدیولوژي څخه پیروي کوي.او داعش له عربستان څخه پراخې مالي مرستي ترلاسه کوي.

ډاکټر لینستا وایی، دا ډیره اړینه ده چې مونګ دې ټکي ته اشاره وکړو چې وهابیت له اسلام سره هیڅ ډول تړاو نلري په داسي حال کې چې یو شمیر کسان هغه له اسلام سره تړلي بولي. ترهګر هم دا فکر له اسلام سره تړلی بولي خو په حقیقت کې داسي نده او دا فکر له اسلام سره هیڅ ډول تړاو نلري.

د دې لاریون په لاره اچونکی علي لینستاد وویل،عربستان له وهابیت فکر سره د تفکفیري او تروریستي فکرونو رامنځ ته کونکی او ملاتړ کونکی دی.د اورلاندو برید ورسته هیلاري کلینتون وویل، د سعودي ،کویټي،قطر اوسیدونکي او نورور خلکو ته باید اجازه ورنګړی ترڅو هیوادوال یی د ترهګرو د سازمانونو مالي هزینه ورکړې.په ورته حال کې په دې لاریون کې ګډون والو د ناروې لخوا عربستان ته د اسلو لیګد پر تجارت نیوکې وکړې.

د عربستان په مشرې پر یمن بمبار د غیر نظامیانو په نښه کول او د بین المللي قوانینو نقض کول د لاریونکونکو لخوا محکوم شول.

له ډیرې مودې راهیسې د عربستان د بشري حقونو لخوا د دې هیواد سخت ټولنیز قانون تر نیوکو لاندې دی.په ۲۰۱۴ کال کې د ۱۷ کلن علي محمد النمر په سازمان شویو لاریون کې د عربستان لخوا یی سر پرې شوو.هغه د خپل تر شیخ باقر النمر په شان چې یو غښتلی مسلمان عالم وو ترې سر پري شوو له زیات شمیر قاتلان او د مخدره توکو قاچاقبران د ګڼ شمیر خلکو په وړاند له دوي څخه سر پرې کیګې.

د ښځو حقوق:په داسې حال کې چې ښځو په ۲۰۱۵ کال کې په ټاکنو کې رایه ورګړه خو لا هم بهر ته د وتلو لپاره یوه محرم لکه پلار ، ورور او یا هم خاوند ته اړتیا لرې.

د لویو کالیو او حجاب اغوستل اجبارې دي. خو په دې ورستیو کې کمپاینونه او مخالفت له دې قوانینو سره پیل شوي دي پر عربستان د بشرې حقونو لخوا تل #SueMeSaudi او #SaudiArabiaIsISIS نیوکي شوي دي.زیات شمیر خلک غوښتنه کوي ترڅو د عربستان له دیکتاتور حکومت سره مخالفت وکړې.عربستان د  وهابیت ایدیولوژي هیواد دی.او القاعده او داعش هم له همدغې آیدیولوژي څخه پیروي کوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *