بیړنی خبر: د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې ۶۱ تنه وژل شوي او ۲۰۷ تنه ټپیان شوي دي 10 سال پیش د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د روشنایی ګوند پر لاریون کونکو برید له کبله ۶۱ تنه وژل شوي دي. د روغتیا وزارت ویاند ښاغلي کاووسي له خاورمیانه سره د خپرو په مهال وویل چې په دې برید کې تر دې مهاله ۶۱ تنه وژل شوي دي او ۲۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده چې د دې برید پړه د داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده