دکتر ولایتي د خپلو برنامو په لړ کې تیره چهارشنبې د مالزیا د بهرنیو چارو وزیر عنیفه امان سره وکتل او د پراختیا د اړیکو ډیرښت په اړه یی خبرې اترې وکړې.د مشرې د لوړ مقام استازی او په مالزیا کې د ایران سفیر هم په دې ناسته کې ګډون درلود او مالزیا یی یو مهم او تاثیر لرونکی هیواد وباله او وویل:ایران او مالزیا د دوه وو مهمو تاثیر لرونکو هیوادونو په توګه کولی شي چې په یو اړخیزه او څو اړخیزو په تیره بیا د آسیا لویدیځ کې له یو بل سره ډیرې همکاري وکړي او خپلې همکارې ورځ تر بلي زیات کړی.
نوموړي په سنګاپور کې هم کتنو او برنامو ته په اشارې سره وویل:د سیمې هیوادونو باید د خپلو اړیکو پراختیا او تعاملاتو کې پراخوالی راولی او په منظمه توګه هڅي وکړي او په دې برخو کې اړینې زمینې په لاس کې لري.د لوی مقام ستر مشاور افراط ګرایی ته اشارې سره وویل:په سیمه کې افرادګرایی پراخي ستونځي رامنځ ته کړي دي او د ایران جمهوري اسلامي دولت د د سیمې مسلمان هیوادونو لکه سوریه او عراق په ساتلو کې د دوي په غوښتنه د ساتلو ترڅنګ د دې جریاناتو او ترهګرو ډلو پر وړاندې ولاړ شوی . نوموړي زیاته کړه:دا جریانات کولی شی چې د نړۍ سوله او امنیت له منځه یوسي او د ایران دولت له زور څخه په کار اخیستلو ،تاوتریخ والی او نظامي قدرت قانوني دولتونو ته د خلکو ټاکل شوي مردود په موخو فکر کوي او په همدې دلیل په ترکیې کې د بحران په پیل کې مو د ترکیې له دولت څخه مو ملاتړ وکړ.ولایتي زیاته کړه ایران له ترهګرو سره د مبارزې زیاته تجربه لري او باید په دې برخه کې همفکري او همکاري وشي.
د مالزیا د بهرنیو چارو وزیر هم د ښه راغلاست ترڅنګ،د همکاریو پراخوالی یی مثبت وباله او په دوام کې یی د یو شمیر موضوعاتو له هغې ډلې د پانګونو او اقتصادي فعالیتونو ته یی اشاره وکړه.نوموړي په اسلامې نړۍ کې د آرمتیا او امنیت د ټینګښت په برخه کې او افراطي ډلو سره د مبارزې کولو د سیمې د هیوادونو پر همکاریو ټینګار وکړ. دکتر ولایتي د سنګاپور او مالزیا هیوادونو په بلنې یادو هیوادونو ته سفر کړی دی.