په هرات او فراه ولایتونو کې ۵۷ تنه طالبان ووژل شول

په هرات او فراه ولایتونو کې د یو شمیر عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ تنه طالبان وژل شوي ۲۴ تنه نور یی ټپیان شوي او ۷ عرادې نقلیه وسیلې یی هم لمنځه وړل شوي دي.

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د ملي دفاع وزارت په ننې خپر پاڼه کې راغلې چې د هرات ولایت په شیندند ولسوالۍ کې د یو شمیر تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو نامتو قومندان ملا نظر په ګډون ۴۷ تنه طالبان وژل شوي او ۲۲ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

همداشان په خبر پاڼه کې راغلې چې د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې په ورته عملیاتو کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي دوه تنه نور یی ټپيان شوي دي او د دوي ۷ عرادې نقلیه وسلې لمنځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وایی چې د فراه پشت رود عملیاتو کې هوایی ځواکونو هم ګډون درلود.

وسلوالو طالبان لا په دې اړه څه ندې ویلې.

خروج از نسخه موبایل