د کورنیو چارو وزارت وایی په غزني او ننګرهار کې یی ۳۲ داعش او طالبان وژلې دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د شنبې په ورځ (زمري ۱۶مه) د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په اچین او سوېلي ولایت غزني کې په اندړو ولسوالۍ کې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې او طالبانو ۳۲ غړي وژل شوي دي.

۸

دغه وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۲۱ وژل شوي کسان د داعش ډلې اورپکي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش ۱۳ نور وسله وال په دغو عملیاتو کې په ننګرهار کې ټپیان شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش څو پټنځایونه لمنځه وړل شي او یوه اندازه سپکه او درنه وسله د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلې ده.

دغه وزارت همداراز ویلي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په عملیاتو کې ۱۱ طالب وسله وال وژل شوي چې د قاري دوست او محمود په نوم پکې دوه تنه ددې ډلې قومندانان دي او درې نور غړي یې ټپیان شوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په اندړو کې د طالبانو وژل شویو غړو ددې ولسوالۍ په ناامنۍ کې مهمه ونډه لرله.

طالبانو او داعش لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *