په سوریه کې د کردانواو داعش جنګیالیو مرکزونه دتر کیې تر بریدونو لاندې راغلي
ترکیې د سوریې په شمال کې د کردي ولسي ملاتړ پر ملېشو او داعش ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي، دداعش ډلې تر ولکې لاندې جرابلس ښار ته څېرمه یې خپله پوله ټینګه کړې او هلته یې شوبلې او پوځیان ځای پرځای کړي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وړاندې ویلي وو د “سوریې شمال” باید د “اسلامي دولت” دولت نوم
ې ډلې له عناصرو پاک شي.
رپوټونه وايي، د ترکیې په ملاتړ د سوریې مخالفې ډلې د ترکیې- سوریې پر پوله د “اسلامي دولت” د جنګیالیو پروړاندې جنګېدو ته چمتووالی نیسي.
ویل کیږي چې ډله د سوریې غازي عنتاب ښار پر یوه کردي واده په هغه ځانمرګي برید کې لاس لري، چې تر ۵۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.
خو د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم ویلي، د بریدګر هویت لاهم نه دی په ډاګه شوی.
انقره د امریکا په ملاتړ د کردي ملېشو د لمنې له پراخېدو وېره لري. دغه ډله د ترکیې سوېل ختیځ کې له یاغي کردي ډلو سره تړاو لري.