ډيری دا مړینه د مدیترانې په سمندر کې رامنځ ته شوې ده.

 د جرمني د برلین په ښار کې د دغې ادارې د تدقیق څانګې د سه شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۲۹۰۱ کسان یا مړه شوي او یا ورک شوي دي. دغه تلفات د تېرکال د همدغې مودې په پرتله ۳۷ فیصده زیات دي.

په دوی کې یې ۲۴۸۴B0CBF24B-FA7F-497D-962F-754DB4BD6E7B_w987_r1_s تنه یې د شمالي افریقا نه د مدیترانې په مرکزې لارې ایټالیا تلل چې مړه شوي دي، په داسې حال کې له همدې لارې نه د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا ۷۰ زره کسان اروپا ته ورسېدل.

په برلین کې د کډوالو د ادارې مشر، فرانګ لزکو وايي اروپا ته د رسېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی نه دی، بلکې په مدیترانې کې د کډوالو مرګ په بېساري ډول لوړ شوی دی.

د مدیترانې سمندر د کډوالو لپاره تل خطرناکه لاره وه، په تېره بیا کله چې قاچاق کوونکي په یوې کښتۍ کې له حده زیات کسان ځای کوي. ملګري ملتونه وايي دغه انساني قاچاق کوونکي د کډوالو ژوند ته هېڅ پام نکوي خو له خلکو ښې ډېرې پېسې هم اخلي.

د دې ترڅنګ، قاچاقبران د دود خلاف اوس په یو وارې په کډوالو بار څو کښتۍ روانوي چې په سمندر کې یې د ژغورنې چارې یې هم پیچلې او سخت کړي دي. همدغه راز له مصر نه اروپا ته د تګ لاره ډېره اوږده چې ډېر کله د ژغورنې چارې ځنډنۍ کیږي.

ملګري ملتونه وايي د تېر کال په پرتله له ترکیې نه د مدیترانې پر لار اروپا ته د کډوالو راتګ ۹۸ فیصده کم شوی دی. تېرکال شاوخوا ۸۸۶ زره کډوال له همدې لارې اروپا ته قاچاق کړل شوي وو، مګر د ۲۰۱۶ کال په لومړنیو میاشتو کې بیا یوازې ۱۵۴ زره کډوال له دغې لارې اروپا ته رسېدلي دي.

خو، بیا هم د ۲۰۱۶ کال له پیل راهیسې پر دغې لارې ۳۷۶ کډوال مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره باید اروپا ته د تګ قانوني لارې چارې ولټول شي او همدغه راز کډوال باید پوه کړل شي چې په اوبو کې سفر ښايي د هغوی ژوند واخلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *