په بلخ ولایت کې د یوې چاودنې له کبله پنځه کسان وژل شوي دي

بلخ کې د سرک غاړې ماین چاودنې ۵ تنه 1F5D634B-7A8E-4A35-B564-AE1EA16CDDCC_cx0_cy5_cw0_w987_r1_s_r1وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري ویلي، چاودنه له غرمې وړاندې په خلم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه په وینا، د چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

بلخوا د خلم روغتون چارواکي بیا د څلورو کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

ښاغلي قادري وویل، تراوسه څرګنده نه ده چې د برید موخه څوک و، خو تر چاودنې لږه شیبه وړاندې د ولسي جرګې د غړي اسدالله شریفي موټر له سیمې تېر شوی و. ددي چاودنې مسوولیت تراوسه هیچا نه دی منلی.

خروج از نسخه موبایل