په ننګرهار كې د سړي تښتونكو د يوې ډلې مشر نيول شوى
په ننګرهار كې د سړي تښتونكو د يوې ډلې مشر نيول شوى
د ننګرهار د والي وياند ویلي چې دنيول شوي کس ترمشرۍلاندې د سړي تښتوونكو دغه ډلې د جلال اباد په لويه لارو د سړي تښتونې او غلاوو په لسګونو پېښو كې لاس درلود.
د والي وياند عطا الله خوګياڼي زياته کړه،چې ياد کس د هاليکس ډوله موټر او د ملي امن
يت له يونيفورم څخه په استفادې په جرمي پېښو لاس پورې كاوه چې اوس مهال يې په خپل جرم اعتراف كړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د برمتې پیښې ډيرې شوې او هیوادوال یې سخت اندیښمند کړي دي.
د ننګرهار د والی ویاند ویلي، اوس هم له نیول شوي کس څخه پوښتنې روانې دي او کیدای شي دده د مالوماتو له مخې ددې ډلې نور غړي هم ونیول شي.