په کابل کې پر امریکایي پوهنتون په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان دي

د چهارشنبې د ورځې د ماښام په هغه موټر بم حملې او وسله‌والې نښته کې چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون وشوه ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رئیس فریدون عبیدي په رسنیو ته وویل چې په وژل شوېو کې اووه محصلان هم شامل دي.

فریدون عبیدي وايي، حمله کوونکي چې دوه کسه وو دواړه د پولیسو له‌خوا وژل شوي، سیمه تصفیه او اوس وضعیت عادي دی.

د ښاغلي عبیدي په خبره په دغه پېښه کې ۳۶ محصلان او د دغه پوهنتون کار کوونکي او نهه پوليس چې د ځان ژغورنې هڅه یې کوله ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي چې د پولیس په همکارۍ سره له اوو سوو نه د زیاتو محصلانو او د نوموړي پوهنتون د کارکوونکو ژوند ژغورل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا حمله چې مسؤلیت یې تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخيستی غندلې او ویلي ېې دي چې په کابل کې د امریکا سفارت په‌دې کار کوي چې د خپل ټول پرسونل درک معلوم کړي او وګوري چې ایا امریکایي اتباعو ته په دې حمله کې زیان رسيدلی؟

دا پردې پوهنتون یا پر کارکونکو یې په یوه میاشت کې دوهمه حمله ده.

څه باندې دوه اوونۍ مخکې د دې پوهنتون دوه استادان ته نېږدې وسله‌والو وتښتول چې تراوسه یې برخلیک نه‌دی معلوم.

خروج از نسخه موبایل