شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز چین ته له سفره مخکې، په یوه خبري ناسته کې وویل، چین ته دا سفرد دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فورص
شهزاده محمد بن سلمان زیاته کړې: ددې سفر په لړ کې به له چین څخه وغوښتل شي ترڅو د سوریې او یمن په هکله خپل روښانه دریځ روښانه کړي. له دې سره ده ویلي: دوی له حوثیانو او د یمن لري کړل شوي ولسمشر علي عبدالله صالح سره داړیکو په هکله خبر نلري او دې ته په کتو سره چې چین خپله ډيره پاملرنه اقتصادي برخې ته اړولې او ددې هیواد ډيری توکي له باب المدینه، سره سمندر او د عربستان له پولو تیریږي او دا چې چین د سعودي عربستان د تیلو دوهم پیرودونکی هیواد ګڼل کیږي، نو داسې نه ښکاري چې چین د داسې کړنې تر سره کړي چې د دواړو هیوادونو ګټو ته زیان ورسوي. ده په ځانګړې توګه دامریکا او اروپا له لوري پر سعودي عربستان د وسلو په بندیز لګولو په هکله محمد بن سلمان ویلي: مونږ په دې برخو کې په آسیا کې ځای ناستې لرو له دې سره ده د چین په سمندر کې د امریکاله لوري رامنځ ته شوې ستونزې غندلې دي. ده ویلي: دا کړنې د چین او عربستان د امنیت د ګټو لپاره د پآم وړ دي.