د هند بهرنیو چارو وزیرې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې خبریال دې پوښتنې ته چې، چین او جاپان ته د شهزاده بن سلمان چې د ولیعهد مرستیال دی او دې دوه هیوادونو ته یې اقتصادي سفر کړی ویلي: هند چین او جاپان ته د سعودي عربستان د شهزاده د سفر په هکله هیڅ ډول اندیښنه نلري.
د هند بهرنیو چارو وزیرې ویلي: « مونږ چین، پاکستان او جاپآن ته د عربستاني شهزاده د سفر په هکله هیڅ ډول اندیښنه نلرو. دوی امریکا ته د خپل سفر په لړ کې چې څه موده وړاندې یې تر سره کړی، خپل ټول مهم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او ددې سفر په لړ کې به هیڅ ډول هوکړه ونشي. چینایي چارواکیو ته زما سپارښتنه داده چې چین هیواد ته د امریکا له لوريدسعودي شهزاده ماموریت ته تر ډيره پاملرنه وکړي.»
محمد بن سلمان چې ولیعهد مرستیال او په سعودي عربستان کې واک ته د دده د پلار په رسیدو سره یې ډير واک تر لاسه کړی، ددوه زره پنځه لسم کال دجون په میاشت کې ددفاع وزیر او له دې وروسته دهماغه کال په لړ کې د ولیعهد مرستیال وټاکل شو.
ده د یوه پلاوي په مشری یو شمیر آسیایي هیوادونو ته سفر کړی ترڅو ددې هیوادنو له مشرانو سره په سیاسي اقتصادي او کلتوري برخو خبرې وکړي.
ده پاکستان د خپل سفر لومړنۍ هیواد ټاکلی ځکه چې پاکستان خپل ملګری هیواد ګڼي او د خپل سفر په لړ کې یې له امنیتي چارواکیو سره خبرې کړې دي. ټاکل شوې دی چین او جاپان ته هم سفر وکړي.
ځینې سیاسي څیړونکي وایي، سعودي شهزاده ددې لپاره سیمې ته سفر کړی ترڅو په دې سیمو کې فعالیتونه پیل کړي او د ترهګرۍ برخې ته زور ورکړي.
داسې ښکاري چې هند ته دامریکا بهرنیو چارو وزیر، چین او جاپآن ته د سعودي شهزاده سفرونه له یوه بل سره تړلي او یوه ګډه موخه پلټي.
