اروپايي ټولنې له ترکيې سره د همکاری د دوام پريکړه کړې ده

اروپايي ټولنې له ترکيې سره د همکاری د دوام پريکړه کړې ده د دې ټولنې د بهرنيو سياست مشرې فدريکا موگريني په ترکيه کې له ناکامې کودتا وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د ناندريو له رامنځ ته کيدو سره له دې هيواد سره د د کډوالو په گډون په بيلا بيلو برخو کې د همکارۍ پر دوام ټينگار کړی دی

د اروپايي ټولنې اته ویشتو غړیو هیوادونو استازي د اسلواکیا په پلازمینه کې سره را ټول شوي، د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ د اړیکو په هکله یې خبرې کړي دي. ددې ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرینی له دې ناستې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي: له ترکیې سره به خبرې دوام وکړي او تیرې هوکړې باید پر خپل ځای پاتې شي.

فدريکاموگريني: “مونږ په دې هوکړه چې له مقابل لوری سره ټولې پخوانی هوکړې پلې شي. په ټولو برخو کې کار دوام لري. لکه له ویزې پرته سفرونه، د اروپایي ټولنې د غړیتوب تر لاسه کول او اورپا ته د کډوالو د مدیرت په هکله هوکړې چې د پلي کیدو هڅې یې کیږي.”

اروپایي ټولنه په دې تمه ده ترڅو اسلواکیان هوکړه د تیرو هوکړو د پلي کیدو لامل وګرځي چې له مخې به یې اروپا ته د ترکیې له لوري د کډوالو مخنیوی وشي.

ترکیې تر اوسه په کراتو اروپایي ټولنه له هوکړو په سرغړونو تورنه کړې ده او له دې ټولنې څخه یې غوښتي ترڅو له ویزې پرته اروپا ته د ترکانو د سفر لپاره لاره هواره کړي. انقرې ویلي که چیرې ددوی دا غوښتنه ونه منل شي چې اروپآ ته د کډوالو له مخنیوي به لاس واخلي . د ترکانو لپاره د ویزې لغوه له اروپایي ټولنې سره ددې هیواد دیوځای کیدو لومړنۍ ګام دی چې ترکېې په دې برخه کې له ډيرې مودې راهیسې هځې کوي خو اروپایي ټولنې بیا په ترکیه له کودتا وروسته پر سختو قوانینو نیوکه کوي او دا یې د اروپآیي ټولنې د ارزښتونو پر خلاف ښودلي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *