طالبانو له هنده غوښتي تر څو له افغانانو سره دښمني پای ته ورسوي
طالبانو له هنده غوښتي تر څو له افغانانو سره دښمني پای ته ورسوي
دوی هند ته ویلي چې باید افغان پوځ ته وسلې ورنکړي، ځکه ددوي په وینا دا د افغانستان د جګړه ځپلي هیواد سره ،،واضح دښمني،، ده.
دا لومړی ځل دی چې طالبان په عامه د هند پر مرستو نیوکه کوي او ادعا کوي چې هغه وسلې او الوتکې چې هند د افغانستان پوځ ته ورکوي، د افغانستان پوځ یې پر ملکیانو استعمالوي او د خلګو کورونه او نور ملکي تاسیسات پرې ویجاړوي.
هند په دې ورستیو کې د افغانستان پوځ ته څلور ام ۲۵ هلیکوبترې ورکړې چې د افغان ځواکونو سره د هغوي په ځمکنیوو عملیاتو کې مرسته وکړي. دغه راز هند هرکال د افغان ملي امنیتي ځواکونو په سلګونو سرتیري په خپلو پوځي اکاډمیوو کې روزي.
مجاهد په خپرې سوې بیانیې کې ویلي دي چې ،،هند باید افغانستان ته د هغو وسایلو صادرول بند کړي چې ځینې د افغانستان د ویجاړولو په خاطر کار اخیستل کېږي او دا چې هند په خپلو پوځي مرستو باندې د فاسد حکومت د بقا دپاره کار کوي.،،
هغه پر افغان ملي امنیتي ځواکونو باندې تور ولګوی چې د هندي هلیکوبترو څخه افغان ځواکونو په دې ورستیو کې کار واخیستی او په شمالي ولایت کندز کې یې یو مهم پل ویجاړ کړ.
هند د ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښټ مرستې کړي دي.
څه موده مخکي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت د ستوري ماڼۍ د بیا پرانیستلو په مراسمو کې د ويډیو کنفرانس له لارې افغان ولسمشر اشرف غني ته وویل چې د هند یو اشاره دوه ملیارده خلک په هر حالت کې د افغانستان په څنګ کې ولاړ دي او دا چې هند به د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.