دې آزموینې د ، سویلي کوریا، امریکا او روسیې قهر را پارولی ویلي یې دي: چې په اوسنیو حالاتو کې ددې ډول آزموینو تر سره کول له پارولو پرته بل هدف نلري.
تر مځکې لاندې د شمالي کوریا پنځمې او تر ټولو لويي چاودنې په نړۍ کې د غندنې سخت غبرګونونه راپارولي.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا مشر کېم جان اون په دې تورن کړ چې کړنې یې د بې پروا او یو عصبي ناروغ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم ژوره اندېښنه ښوولې تر څنګ یې چین او روسیې هم ناخوښي څرګنده کړې او وایي دغه راز تمرینونه به ډېري منفي پایلې ولري
