د امريکا کنگري د سپتمبر يولسمي پيښې په تړاو پر سعودي عربستان د قربانيانو دکورنيو شکايت تصويب کړ
د امريکا کنگري د سپتمبر يولسمي پيښې په تړاو پر سعودي عربستان د قربانيانو دکورنيو شکايت تصويب کړ
دامريکا مشرانو جرگې مخکې له دې دا قانون تصويب کړی وو او د استازو ټولنه يي بايد څيرنه وکړي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دا قانون به ردوي. خو که چیرې جمهوري غوښتونکي په دې بریالي شي چې د ډيریو دموکراتانو رایې ترلاسه کړي، دا به لومړی ځل وي چې د امریکا د ولسمشر ویتو مخه ونیول شي. د سپتامبر په یولسمه له هغه نولسو کسانو څخه پنځه لس یې عربستانیان وو کوم چې د الوتکو په تښتولو سره یې د امریکا پر سوداګریزې ودانۍ برید وکړ. د امریکا د کنګرې په یوه ریپوټ کې چې په دې وروستیو کې له محرمانتوب څخه را وتلی ویلي، تښتونکي هغه کسان وو چې د عربستان له چارواکیو سره اړیکې درلودې.
یوه کس چې په دې پیښه کې په لاس لرلو اعتراف کړی، ویلي یې دي چې د ددې پیښې ټول مالي چارې د یوه سعودي عربستان د یوه شهزاده له لوري ورکول کیدې . د امریکا او سعودي عربستان ستراتیژیکو اړیکو او په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ناندریو ته په کتو سره، د بارک اوباما اندیښنه ددې تصویب په تړاو را پارلېدلې ده. تیره ورځ هم د امریکا یو شمیر استازو چې د دواړو ګوندونو څخه شمیرل کیږي اعلان وکړ، هڅه کوي ترڅو د اوباما د حکومت له لوري پر سعودي عربستان د یو میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور مخنیوی وکړي. عربستان په امریکا کې په میلیاردونه ډالره پانګونې کړې او مخکې له دې یې ګواښ کړی وو که چیرې د امریکا له لوري دا قانون تصویب شي دوی به له دې هیواد سره خپلې مالي همکاری بندې کړي.
د عربستان بهرنیو چارو وزیر ویلي د کنګرې له لوري د دې قانون تصویب چې ځنګله قانون ته ورته بولي. ددې قانون له مخې که په دې برید کې د سعودي عربستاان هر ډول لاس لرل په ډاګه شي نو امریکایي کورنۍ حق لري ترڅو له دې هیواده شکایت وکړي.