هندي مسلمانانو د حج په مراسمو کې د ایراني حاجیانو د ګډون پر مخنیوی نیوکه کړې ده
هندي مسلمانانو د حج په مراسمو کې د ایراني حاجیانو د ګډون پر مخنیوی نیوکه کړې ده
له دې په لږ ځنډ سره چې د سعودي عربستان په روان کال کې د حج په مراسمو کې دایراني حاجیانو ګډون لغوه کړه، هندي مسلمانانو په یوه کنفرانس کې د عربستان دا پریکړه غندلې ده. دا ناسته د آل انډیا ملي متحد محاذ چې مشری یې قاري محمد اعجاز کوي تر سره شوې وه.
په دې ناسته کې د هندوستان له بیلا بیلو برخو څخه مسلمانانو ګډون کړی وو چې ځينې پیژندل شوې څیرې هم پکې لیدل کیدې.
ډاکټر تسلیم احمد رحماني په دې هکله ویلي، مکه او مدینه د سعودي عربستان شخصي مالکیت ندی. دوی د حج مراسمو د تر سره کولو لپاره د نړیوالي شورا د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده. ډاکتر حسن کمیلي زیاته کړې: حج په یوه هیواد پورې تړاو نلري او دا مراسم ددې لپاره تر سره کیږي ترڅو دنړۍ د ټولو مسلمانانو ترمنځ یوالی رامنځ ته شي او دا یوه اسلامي لارښونه او فریضه ده چې باید تر سره شي.
مولانا محسن تقوی له ټولو مسلمانانو غوښتي ترڅو د سعودي عربستان او ایران تر منځ منځګړیتوب وکړي او څومره چې کیدای شي ددې دوه هیوادونو ترمنځ ستونزې خپلې وروستس کچې ته را ټیټې کړي.
قاری محمد اعجاز چې ټول یې د قاسمي په نامه پیژني د عربستان له دولت څخه غوښتي تر څو په حق کې رامنځ ته شوې ستونزې هوارې کړي. دې هم باید پاملرنه وشي چې د تیر کال د حج په مراسمو کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واښته او د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې دا پیښه له نیوکو سره مخ شوې ده او مسلمانانو غوښتي ترڅو ددې مراسمو مدیریت نړیوالې ټولنې ته ور وسپارل شي.
مولانا محمود پر عرربستان نیوکه وکړه او د حج په مراسمو کې یې د ایراني حاجیانو مخنیوی غندلی دی. د ملت ټایمز مالک شمس تبریز قاسمی ددې ناستې پّ وروستیو کې د سعودي عربستان د مفتي پر وروستی وینا چې ایران یې کافر ښودلی وو نیوکه کړې ده.
عبدالعزیز آل شیخ چې د عربستان له مهمو مذهبي مشرانو څخه شمیرل کیږي دا نظر یې هغه مهال ورکړ کله چې د ایران مشر حضرت آیت الله خامنه اي د حج په مراسمو کې پر ناسم مدیریت چې له امله یې د پیښې په رامڼخ ته کیدو سره په زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتنه نیوکه وکړه.
د سعودي عربستان مفتي د مکې له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو د ایران د مشر نظر تعجب وړ ندی ځکه چې ایرانیان د زرتشتیانو له نسل څخه دي، د مسلمانانو او مسیحیانو له ډلو څخه رامنځ ته شوي دي او مخکې له دې چې عراب هغه سیمې ونیسي. مونږ باید په دې پوه شو چې دوی مسلمانان ندي ځکه چې د مغ لمسیان دي او د مسلمانانو پر وړاندې په ځانګړې توګه د اهل سنت پر وړاندې ددوی دښمني ډيره پخوانی ده “