د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د فیفا سرمنشي شوه

د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د فیفا سرمنشي شوه

د لومړي ځل لپاره یوه ښځه، چې فاطمه سامیا ضیوف نومېږي، د فوټبال د نړیړوال فدرېشن یا فیفا سرمنشي وټاکل شوه.

تر دې مخکې جروم والکې د فیفا سرمنشي و.

والکې د رشوت اخیستلو په جرم د ۱۲ کلونو لپاره د فوټبال په ټولو برخو کې له دندو او فعالیتونو بې برخه شوی دی.

د فوټبال د نړیوال فدرېشن د راپور له مخې ۵۴ کلنه سامورا به، چې په ملګروملتو کې یې ۲۱ کاله کار کړی دی، د جون له میاشتې څخه په فیفا کې د سرمنشۍ په توګه رسماً کار پیل کړي.

خروج از نسخه موبایل