سعودي عربستان کې ۵۴ ترهګر نيول شوي چې ۳ تنه یې پاکستانیان دي

سعودي عربستان کې ۵۴ ترهګر نيول شوي چې ۳ تنه یې پاکستانیان دي

سعودي عربستان کې امنيتي ځواکونو د حج د مراسمو په مهال ۵۴ ترهګر نيولي، چې د ترهګريزو بريدونو پلان يې درلود.

سعودي حکومت ويلي، چې په نيول شويو کسانو کې درې تنه يې پاکستانيان دي.

د سعودي ځانګړي امنيتي ځواکونه وايي، ترهګر توانېدلي وو، چې مخصوصو سيمو ته ځانونه ورسوي، خو په وينا يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.

د سعودي چارواکو په خبره، ياد ترهګر يې د ذوالحجې مياشتې له لومړۍ تر نهمې نېټې نيولي دي.

د دوى اړيکې له سعودي عربستان، بحرين، پاکستان، يمن، سوريې، متحده عربي اماراتو، سوډان، عراق او بروناى سره ښودل شوې دي.

خروج از نسخه موبایل