پر سوري پوځ د امریکا برید وښوده چې د داعش ملاتړ کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د اوربند په تړاو د امریکا د دولت پر کړنو ټینګه نیوکه کړې او امریکا یې له داعشه په ملاتړ تورنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: “که له نصرت جبهې مو د امریکا د ملاتړ په اړه شک درلود، اوس د سوریې پر پوځ د امریکا هوايي برید د نړۍ ټولو خلکو ته وښوده چې د امریکا دولت له داعش دفاع کوي. “

د امریکا په مشرۍ ایتلاف منلې ده، چې د سوریې ختیځ کې یې په هوايي برید کې په “تېروتنې” د سوريې پوځي هدفونه په نښه کړي.

د امریکا د دولت یوه ویاند پر دې پېښې پښیماني ښودلې او وايي چې د سوریې پوځيان په لوی لاس نه دي په نښه شوي.

روسیه وايي، دغه پوځيان دیر الزور ښار ته څېرمه له داعش سره په جګړه بوخت وو او د امریکا برید د داعش په ګټه تمام شوی دی.

امریکا ویلي، وړاندې یې په سیمه کې د عملیاتو په اړه روسیه خبره کړې وه، خو د سوریې پر پوځ یې د برید هوډ نه درلود.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: “که له نصرت جبهې مو د امریکا د ملاتړ په اړه شک درلود، اوس د سوریې پر پوځ د امریکا هوايي برید د نړۍ ټولو خلکو ته وښوده چې د امریکا دولت له داعش دفاع کوي. “

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ددغې پېښې د څېړنې په درشل کې ده.

وړاندې روسیې د دغه هوايي برید په غبرګون کې د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې جوړولو غوښتنه کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې سامنتا پاور د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې لپاره د روسیې پر غوښتنې نیوکه کړې وه چې په وینا یې د سوریې جګړه کې د روسیې لاسونه هم په وینو سره دي.

خروج از نسخه موبایل