دآل سعود په ډير مبلغ سره امریکایي ټیمونه په خدمت کې نیولي دي

دآل سعود په ډير مبلغ سره امریکایي ټیمونه په خدمت کې نیولي دي

سعودي عربستان چارواکیو په امریکا کې د خپلو پلانونو د پلي کیدو لپاره دیر لګښت ورکړی دی او په دې سره دا مسولیت یوې امریکایي ادارې اخستی دی.

هغه سرچینو چې په دې ه کله مالومات درلودل ویلي: چې د محققانو او رسنیو د مالیکینو د مشرانو یوې دلې او د امریکا پخوانیو دیپلوماتانو ددې پلان د پلي کولو مسولیت تر لاسه کړی دی.

په امریکا کې د سعودي عربستاان پر پلان د محمد بن سلمان څارنه

دا پلان په مستقیم ډول د سعودي عربستان د ولیعهد د ځای ناستې محمد بن سلمان له دفتر سره اړیکه لري او مشري یې امریکایي مشاور رادنیس روس کوي، هغه کس چې پّ تیرو وختونو کې د امریکا له لوري منځني ختیځ ته استول شوی و.

دې سرچینو د روس وروستۍ مقاله په امریکایي ډیریو رسنیو کې خپره کړې او اعلان یې کړی چې له دې مقالې څخه د عربستان چارواکي او محمد بن سلمان ملاتړ کړی او دې برخې ته یې اشاره کړې ده.

له دې سره ریاض یو سمون ورکړی چې پر دې پلان څارونکی امریکایي پلاوي سعودي عربستان ته یو ځانګړې پنځه ورځینی سفر درلود.

روس چې د اسرایلو او امریکایي چارواکو ترمنځ د اړیکو په تینګښت کې یو پیژندل شوی کس دی په خپله مقاله کې یې دې سفر ته اشاره کړې ده.

داسې ویل کیږي چې پّ امریکا کې دسعودي عربستان پلان پّ دریو برخو تقسیم شوی دی چې د لومړی برخې پلي کول یې پیل شوي او مشري یې یوه عملیاتي دله رامڼخ ته کړې چې مشري یې روس کوي او نور غړي یې د امریکایي ځانګړو شرکتونو غړي دي او ټول تر پوښښ لاندې راولي.

د روس مقاله به دې هکله ښکاره تبلیغات او ددې پلان پلي کول دي. په دې مانا چې دا زوړ ډیپلومات په دې مقاله کې لیکلي چې عربستان د تیر په پرتله ډير توپیر کړی دی.

ده د عربستان هغه پلان یادونه کړي کوم چې د سعودي عربستان له لوري رامنځ ته شوی او پکې ویل شوي چې په دوه زره دیرشم کال کې به د عربستان په دولتي چوکاټ کې ښځې ونډه ولري او   امریکا راتلونکی ولسمشر باید په دې هکله عربستان ته ډاډ ورکړي.

د «سی.ان. ان» ټلویزیوني شبکې هم په دې برخه کې ګام پورته کړی او په یوه مقاله کې یې د دنیس راس د مقالې یوه برخه خپره کړې ده او له ده څخه یې د امریکا او منځني ختیځ د نږدې همکار په توګه یادونه کړې ده چې ویلي یې دي: دی په دوه نهم او دوه زره دولسم کال کې د خلیج فارس او آسیال په سویل او لویدیځ کې د بارک اوباما استازی وو.

ددې شبکې د اعلان له مخې، دنیس روس په دې اند دی چې د سعودي عربستان چارواکي په نولس سوه یو نویم کال کې څه چې وو اوسنیو مشرانو ترې توپير کړی دی ترهغې چې اوسني چارواکي غواړي ددې هیواد په سیاست او اقتصاد کې بدلون راولي.

له دې سره ده یادونه کړې له دې سره چې تر نږدې راتلونکې د سعودي عربستان په برخو کې بدلون ناشونی دی خو له دې سره په دې هیواد کې د بدلون شونتیا لیدل کیږي چې پّ دې برخه کې «د سعودي عربستان له مشرانو سره خبرې ددې ښکارندویي کوي چې ددوی نوی کاري اخلاق مسولیت رامنځ ته شوی» استناد کړو.

خروج از نسخه موبایل