په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي یوځل بیا د مرسته رسونکو پر کاروان روسیه تورنه کړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي یوځل بیا د مرسته رسونکو پر کاروان روسیه تورنه کړه او پر سوریي پوځیانو یې د خپل هیواد برید یوه تیروتنه وښوده.

جان‎کري – « زه غواړم یو ځل بیا روسیې ته په ډاګه کړم چې امریکا غواړي ترڅو د سوریې ستونزې د هواری لپاره حل لاره رامنځ ته شي له دې سره چې دا لاره به ډیره ستونزمنه وي خو له دې سره ددې ستونزو د هواری لپاره لارې شتون لري چې باید وپلټل شي»

په ورته حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي: امریکا هڅه کوي ترڅو د دیر الزور پیښه کمرنګه کړي چې له مخې یې په تورونو لاس پورې کړی دی

ايگور کوناشينکوف – “زمونږ لویدیځ همکاران په دې هڅه کې دي ترڅو د دیرالزور پیښه د نورو پر وړاندې کمرنګه کړي دوی پّ دې سره غواړي ترڅو د ترهګرو پر ځای د هغه کسانو پر وړاندې مبارزه وکړي کوم د ترهګری پر کړنو پرده اچوي.”

پّ سوریه کې د سولې ماته په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ددې سازمان لوی منشي ویلي: نړیوالې ټولنې په سوریه کې ماته خوړلې او په دې هیواد کې په ښکاره ډول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کیږي.

خروج از نسخه موبایل