یمن دقحطۍ له ګواښ سره مخ دی
یمن دقحطۍ له ګواښ سره مخ دی
یمن کې کورنۍ جګړې داهېواد قحطۍ ته نږدې کړی دی.
وروسته له هغه چې د یمن حکومت د حوثي یاغیانو لخوا وپرځول شو، د سعودي په مشرۍ یو اېتلاف چې ځېنو سېمه ییزو او لوېدیځو هېوادونو یې ملاتړ کاوه دلته د یاغیانو د ځپلو په موخه هوايي برېدونه پيل کړل.
پر دغه کړکېچ ۱۸ میاشتې واوښتې. شاوخوا دوه میلیونه کسان یې له خوارځواکۍ سره مخ کړي چې یو نیم میلیون یې ماشومان دي.