د شیخ عیسی قاسم د تابعیت له سلب څخه د انګلیس اندیښنه
د شیخ عیسی قاسم د تابعیت له سلب څخه د انګلیس اندیښنه
د انګلستان دولت د یمن دولت ته دآیت الله عیسی قاسم د تابیعیت لغوه کیدو په هکله خپله اندیښنه اعلان کرې ده.
د انګلستان د دیپلوماسۍ په دستګاه کې یوه مسول چارواکي له دې سره چې د ایت الله عیسی قاسم د تابعیت لغوه کیدو په هکله یې اندیښنه ښودلې ویلي، هیواد یې په ټول ځواک سره بحرین هڅولی ترڅو د بشر حقونو ته درنښت ولري او پلی یې کړي.
“توبیاس الوود” د انګلیس د دولت مشاور چې په بهرنیو چارو او ګتو برخو کې کار کوي د عیسی قاسم د تابعیت لغوه کولو په هکله یې د انګلستان د اندیښنې په هکله ویلي: ده هم خپله اندیښنه د بحرین لوړ پوړیو چارواکیو ته رسولې ده.
الوود له دې سره چې انګلستان په ټول واک او ځواک سره بحرین هڅولی تر څو د بشر حقونو پلي کولو ډیر کړي ویلي: په بحرین کې زمونږ د سفارت یوه کا رونکي د م حکمې په دواړو پړاونو کې شتون درلود او مونږ به هغه محکمه چې ټاکل شوې د سپتمبر په پنځه لسمه نیټه تر سره شي هم وڅارو.