روسیه وايي، که امریکا د سوریې پر حکومتي ځواکونو حملې وکړي پایلې به یې نه یوازې سوریې بلکې ټولې سیمې ته خطرناکې وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا نن په یوه کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې په سوریه کې د رژیم د بدلولو لپاره هڅه اوس دومره نه چلېږي ځکه چې تروریستان به له ټولو لارو کار واخلي څو په دغه هېواد کې د قدرت هر ډول رامنځته کېدونکې خلا ډکه کړي.
روسي چارواکو په داسې حال کې دا خبرداری ورکړی چې امریکا په خپل تېر دریځ یعنې د سوریې حکومت د اپوزیسیون په غښتلي کولو ټینګار کړی دی.
د سوریې حکومتي ځواکونو او روسي عسکرو د حلب ښار په یو شمېر هغو سیمو چې د اپوزیسیون جنګیالي پرې کنټرول لري د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوايي حملې هم زیاتې کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو یوه فعاله ډله چې په دغه هېواد کې جګړه څاري ادعا کوي چې تازه د حلب ښار په یوه لوی روغتون د بېرلي بم د غورځولو له امله د دغه روغتون ټول تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ شوې دي.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې پرون وویل د جنګي جټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ډېر شمېر نور هم ټپیان دي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د جمعې په ورځ بي بي سي ته د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه داسې ویلي:
په سوریه کې چې یو وخت په سیمه کې د عربي ملکونو تر منځ بې جوړې بلل کېده وروستۍ پنځه کلنې جګړې څه باندې دوه نیم لکه کسان وژلي، ګڼ شمېر ښارونه یې ویجاړ کړي او د هېواد نږدې نیمايي برخه اوسیدونکي یې بې ځایه کړي دي.
