په بحرین کې د آیت الله عیسی قاسم د کور مخې ته تحصن سلو ورځوته ورسید

په بحرین کې د آیت الله عیسی قاسم د کور مخې ته تحصن سلو ورځوته ورسید

د بحرین په الدور سیمه کې د نهضت اسلامي مشر آیت الله عیسی قاسم کور ته تحصن سل ورځينی شو.

له دې سره چې په دې سیمه کې د تودوخي درجه لوړه او دا سیمه کلابنده ده او له دې سره د بحرین حکومتي سرتیرو له لوري د تحصن کونکو د نیولو ګواښ شتون لري خو بیا هم یو شمیر خلکو له دې مذهبي مشر څخه د ملاتړ په موخه خپل تحصن ته دوام ورکړی دی، تحصن کونکو په بحرین کې د شیعیه مشرانو د محاکمې د بندلو او پّ دې هیواد کې ددې پرګنې د ځپلو مخنیوي غوښتنه کړې ده.

تحصن کونکو د نهه نوي ورځو په څير د ماښام او سهار لمونځونه دفدا په ډګر کې کوم چې د آیت الله عیسی قاسم کور سره دی ادا کول اودوی تل په خپلو دوعاوو کې د مظلوم ولس د بریا غوښتنه کړې ده.

په ورته حال کې د بحرین د حکومت مخالفینو د سل ورځې له هیواد او دین څخه د دفاع په نامه په وینا پاڼه کې، د آیت الله شیخ عیسی قاسم محاکمه داسلام پر وړاندې پورته شوی کار ښودل شوی دی.

په دې وینا پاڼه کې د دوه زره یولسم کال راهیسې په بحرین کې سوله ایزو پآڅونونو ته اشاره شوې ویل شوي چې په شخړو نه کول پهدې هیواد کې د ملي یوالي نښه ده او د ملي یوالي لپاره مهم کار ښودل کیږي خو حکومت پّ صبر او حوصله کې چې د آیت الله شیخ عیسی قاسم د مشری لپاره وه ناکامه شوی دی.

همدارنګه یو شمیر فعالینو په بحرین کې خلک  د آیت الله شیخ عیسی قاسم کورمخې ته د تحصن لپاره را بللي دي

د ځوانانو ایتلاف دفدا ډګر د تحصن کونکو په ملاتړ د بحرین په ټولو برخو کې خلکو د لاریون لپاره راغوښتي  او پّ لاریون کې د ډيریو خلکو ګډون یې د اهمیت وړ ښودلی دی.

په همدي توګه او په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې پّ بحرین کې د غیر قانوني وسله والو له لوري چې له حکومت سره یو ځای شوي ددې هیواد په بیلا بیلو برخو کې یې دوه دیرش کسان نیولي دي.

خروج از نسخه موبایل