42 سلنه هيوادوال د خښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نلري

۴۲ سلنه هيوادوال د خښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نلري

د کليو او پرمختيا وزارت د خښلو پاکو اوبو ته د هيوادوالو د لاس رسي په موخه د ۲۶۳ ميليونو افغانيو په ارزښت د ۸۶ پروژو تړون ليکونه لاسليک کړل

تر راتلونکو لسو کلونو به ټول هیوادوال د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی ولري. دا هغه ژمنه ده چې د کلیو او پرمختیا وزارت له خلکو سره کړې ده. اوس مهال دوه څلویښت سلنه هیوادوال څښلو پاکو اوبو ته له لاس رسي بې برخې دي.

په همدي موخه د کلیو او پرمختیا وزارت د دوه سوه درې شپیته اعشاریه یو میلیونو افغانیو په ارزښت شپږ اتیا پروژو تړون کلیونه لاسلیک کړل. دا پروژه دوه برخې لري چې یوه یې دڅښلو اوبو او بله یې د اوبو لګولو ده چې په قندهار، پروان، غزني، ننگرهار، هرات، فراه، فارياب، هرات، غور او دايکندي ولایتونو کې به پلې شي.

 

خروج از نسخه موبایل