د آلمان یوه جومات له وره سره د خنزیر سورنه ځړول شوي دي

د آلمان یوه جومات له وره سره د خنزیر سورنه ځړول شوي دي

 دا لومړى ځل نه دى چې په جرمني كې ورته پېښه ترسره كيږي. پخوا هم په يو شمېر مساجدو كې د خنزير سرونه موندل شوي وو. په جرمني كې د مسلمانانو په وړاندې د توكمپالنې او دښمنۍ كچه د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زياتېدو ده. ددې هېواد د براندنبرګ د ايالت د پوستښدام په ښار كې د الفارق د جامع مسجد په دوازه كې د نامعلومو كسانو لخوا د خنزير پرې شوي سرځړول شوي دي. د سيمه ايزو پوليسو د معلوماتو پر اساس نن سهار يوې ښځې د جامع مسجد په دروازه كې د خنزير دوه پرې شوي سرونه وليدل چې د پړي په واسطه ځوړند شوي وو. پوليسو په سيمه كې څېړنې پيل كړي دي. له بلې خوا د پوستدام ښاروال هم دا پېښه وغندله او څرګنده يې كړه چې دا د هغو كسانو پاروونكى عمل دى چې فكرونه يې بدل شوي دي. ويل كيږي چې د الفاروق جامع مسجد د ښار يواځينى مسجد دى چې د مسلمانانو لپاره په كې د عبادت زمينه برابره شوې ده. په دغه ښار كې د جمعې په ورځ مسجد ډكيږي او ځينې مسلمانان بهر لمونځ كولو ته اړ كيږي.

خروج از نسخه موبایل