په کندز کې د جګړې له امله ۳۰ وسله وال او ۵ سرتیري وژل شوي دي

په کندز کې د جګړې له امله ۳۰ وسله وال او ۵ سرتیري وژل شوي دي

د کندوز د ښار له دویم ځل سقوط وروسته له ټولو ولسوالیو څخه هغه ځواکونه راټول شوي چې له تیرو درې اونیو څخه راپه دیخوا په عملیاتو بوخت وو.

اوس مهال د کندوز د ښار شمال لور ته د بالاحصار شاو خوا د سه صد فامیلو په سیمه کې، د ښار غرب لورته د کابل بندر، اولې حوزې او سپین زر فامیلو کې، او د ښار جنوب لور ته د سه درک په سیمه کې، او د ښار ختیځ لور ته د خان اباد بندر په ګولايي کې لا هم د دولت مخالف وسله وال په سنګرونو کې دي.

خو په کابل کې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې وسله وال طالبان یې له ښار څخه د باندې ویستلي دي. د وزارت ویاند محمد رادمنش وویل چې په جنګ کې تر دې دمه ۳۰ وسله وال وژل او پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د کندوز په روانه جګړه کې زیات شمیر ملکی وګړي د هوايي مرمیو په ذریعه او یا هم نیغ په نیغه د هوايي ځواکونو په بمبار کې ټپیان شوي دي

د کندوز د عامې روغتیا مسولین وايي چې په تیرو دوه ورځنیو جګړو کې ۱۰۷ تنه ټپيان روغتون ته ور وړول شوي دی.

د عامې روغتیا سرپرست ریس عبدالحمید علم امریکاغږ ته وویل چې دوی د طبي پرسونل د کمبود له امله ټپیان ته نه شي رسیدلی”د ډاکټرانو د کمبود له امله مریضانو ته نه شو رسیدلی، او تر اوسه مو ځینې مریضان نه دي راجیستر کړي ځکه چې که مونږ د مریض معلومات واخلو کیدای شي وسله وال راته زیان ورسوي”.

افغان ځواکونه هڅه کوي چې خلک له کورونو د باندې راونه ووځي خو خلک د ځواکونو خبرو ته غوږ نه نیسي.

د کندوز یو اوسیدونکی وايي” د کندوز نه ټول هغه کسان ځانونه وباسي چې کورونه یې د ښار په منځ کې دي دوي ویره لري چې حالات به تر دې نور هم خراب شي.”

تیر ځل د کندوز د ښار د سقوط پر وخت له اکثرو دولتي ادارو څخه کمپیوټرونه او نور وسایل وړل شوي وو خو دا ځل معلومه نده چې بیا به له دولتی ادارو څخه وسایل وړل شوي وي او کنه، تر اوسه دولتي چارواکیو هم د دولتي ادارو د چور کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *