د هملند په لښکرګاه ښار کې د ځانمرګي برید له امله څوارلس کسان وژل شوي دي

د هملند په لښکرګاه ښار کې د ځانمرګي برید له امله څوارلس کسان وژل شوي دي

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې وسله وال طالبان د لښکر ګاه ښار ته دننه شوې او اوس مهال له امنیتیي سرتیرو په نښته بوخت دی دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې امنیتي چارواکیو د وسله والو په شا تمبولو خبر ورکړی وو.

د هلمند والیي ویلي وو، تیره شپه د ملي امنیت او نورو ځانګړو ځواکونو د لښکرګاه ښار په بولان، بشران او ځینو نورو سیمو کې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو بریدونه په شا تمبولي دي.

د هلمند والي وویل “خاصو ځواکونو د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په مختار سیمه کې یوه ډله وسله وال مخالفین چي د برید پلان يې در لود تر سخت تعرض لاندې ونیول چي په ترڅ کې يې لس تنه وسله وال وژل شوي او جسدونه يې هم د جګړې په سیمه کې پراته دي”.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو نن سهار د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د مهاجرو کمپ ماموریت او یوه امنیتي پوسته تر خپل کنټرول لاندې را وستې وه خو افغان ځواکونو بیرته له دغو سیمو څخه په شا تمبولي دي.

د هلمند ولایت یو امنیتي چارواکي وويل، چې وسله‌والو طالبانو د پوليسو له یونیفارم او نظامي وسایطو څخه په استفادې د مهاجرو کمپ د پوليسو ماموریت ته پداسې شکل داخل شوي وو چي په تلاشی بوختو پوليسو ته يې ځانونه د نورو قطعاتو اړوند پوليس معرفي کړي وو.

سرچینې وویل “دوی په دوو رینجرو او یوه حاموې موټر کې ماموریت ته داخل شوي وو د پوليسو یونیفارم يې هم په تن وو خو کله چي وروسته پر دنده بوخت پوليس ورباندې پوه شول چي طالبان دي جګړه يې ورسره وکړه او د نورو قطعاتو له ور رسیدو سره سم هغوی سیمه پرېښوده”.

خروج از نسخه موبایل