د يمن پخوانی ولسمشر صالح پر سعودي عربستان د بریدونو د ډيرښت غوښتنه کړې ده
ديمن پخوانۍ ولسمشر علي عبدالله صالح خپلو پلويانو ته بلنه ورکړي چې پر سعودي عربستان بريدونه زيات کړي. دغه بلنه په داسي حال کې ور کول کيږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ايتلاف د شنبي په ورځ د يمن په صنعا کې د وير په مراسمو بمباري وکړه. په ځانګړې توګه صالح خپلو وفادارو ځواکونو ته وويل چې د سعودي شاهي هيواد پولو ته زيات پوځونه واستوي.تر څو د سعودي تيري ته ځواب ووايو. د یمن پخواني ولسمشر د حوثي تر کنترول لاندې ځواکونو (چې د انصارالله ملاتړي دي) ، د دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، او ستر درستيز ته امر کړي چې خپل ځواکونه د پوځي چمتوالې حالت ته راولي. نن لږ څه وړاندې د ستري انقلابي کميټي مشر محمد علي ال حوثي وويل چې د غه عام وژنه (په صنعا هوائي بريد)به يوازې د خلګو ژمنه د تيرې کوونکو په وړاندې زياته کړي. دښمن بايد وپوهيږي چې د يمن خلګ ددغو جرمونوعاملينو ته سر نه کښته کوي او د تيري په وړاندې ددوی مقاومت نور هم زياتيږي، دامطلب نوموړي څرګند کړ.
