په يمن کي د فاتحې پر مراسمو د هوايي بريد له امله د ټيپيانو ديرښت
په يمن کي د فاتحې پر مراسمو د هوايي بريد له امله د ټيپيانو ديرښت ددې هيواد په روغتونونو کي ستونزي رامنځ ته کړې دي تيره ورځ د فاتحي پر مراسمو دري هوايي بريدونه شوي چي له امله يي ۱۴۰ کسان وژل شوي او ۶۱۰ نور ټپيان دي
په یمن کې د فاتحې پر مراسمو دسعودي عربستان په مشری د ایتلاف په هوایي بریدونو کې یوسل څلویښت کسان وژل شوي او شپږ سوه لس نور ټپیان دي. ویل کیږي چې دا برید په لوی لاس د فاتحې په هغه مراسمو تر سره شوي چې د یمن د کورنیو چارو وزیر د خپلوانو لپاره نیول شوي وو. د یمن ډاکټرانو دا پیښه یو ناورین ښودلې ده.
داکتر عبدالله عبدالکريم – « دا یو ناورین وو په صنعا کې د فاتحې پر مراسمو برید مونږ له ټولو خپلو همکارانو څخه غوښتي ترڅو د ټپیانو په درملنه کې له هیځ ډول هڅې او زیار څخه ډډه ونکړي اوس مهال ټول دولتي او خصوصي روغتونونه د ټپیانو په درملنه بوخت دي”
د عیني شاهدانو په وینا په دې برید کې هغه کسان په نښه شوی چې ټول ملکی کسان ښځې او ماشومانو وو
سالم صالح راويشان- “مونږ د هغه کسانو هرکلي ته ولاړ وو کوم چې د فاتحې لپاره راغلي وو. په دې سیمه کې د ښځو ماشومانو او سپینګیرو په ګډون اته سوه کسانو شتون درلود چې په ناڅاپي ډول د الوتکو غږونه واوریدل شول او لومړی بم د فاتحې پر مراسمو ولګیدل ټول ځایونه ویجاړ شول او شاوخوا ته مړي او ټپیان پراته وو خلکو د ژغورنې لپاره لاس په کار شول چې دوهم بم هم چاودنه وکړه خلکو د تیښتیې لپاره وخت نه درلود په رښتیا هم دا یو ناورین وو.”
د تیر کال د مارچ میاشتې راهیسې پر یمن د سعودي عربستان پّ مشری د ایتلاف بریدونه روان دي چې له امله یې په زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده له دې سره دې بریدونو ډيری کورني او بهرني غبرګونونه هم له ځان سره درلودل د یمن په جګړه کې تر اوسه لس زره کسان وژل شوي او په میلیونونه نور د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.