په سرپل ولایت کې له ۶۰ ډير وسله وال طالبان له دولت سره يوځای شوي
په سرپل ولایت کې له ۶۰ ډير وسله وال طالبان له دولت سره يوځای شوي
د سرپل سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې ۶۲ وسله وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو له ليكو سره يو ځاى شوي دي.
ددې ولايت د والي وياند ذبيح الله اماني په خبرو کې وويل، چې دغه ۶۲ کسان پرون د سرپل ولايت په شيرام ها نومي سيمه کې له دولت سره يوځای شول.
اماني زياته کړه، يادو وسله والو مخکې له دې د امنيتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوله اوس مهال د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه کوي .