د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون د ا برید د ملکيانو پر وړاندې زړه بوګنونکی ښودلی دی

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون د ا برید د ملکيانو پر وړاندې زړه بوګنونکی ښودلی دی.

بان‎کي‎مون؛ “د شنبه په ورځ د فاتحې پر مراسمو برید زړه بوګنونکی وو او پر ملکیانو برید د نړیوالو حقونو پر خلاف دی. دا یو ټولنیز مرکز وو او دا ټولو ته مالومه وه چې په دې ودانۍ کې ښځې او ماشومان وو. د سعودی عربستان په مشری د ایتلاف له لوري ددې مرکز بمبارول د شرم وړ کار وو. په یمن کې ښکیل اړخونه باید خپل نامشروع کړنې د شومو موخو تر شا پټې نکړي. مونږ په دې هکله د جدي څیړنې غوښتنه کوو.”

بله خوا د ملګرو ملتونو د عالي کمیشینرۍ هم په یمن کې د جنګي جنایاتو په هکله د څیړنې غوښتنه کړې ده. ددې ادارې ویاند په یمن کې د شنبې ورځې برید یو نه بشونکی جنایت ښودلی دی. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ددې بریدونو د درولو وړاندیز کړی دی.

راوينا شمداساني؛ “د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په یمن کې د فاتحې پر مراسمو برید یو جدي تاوتریخوالی ښودلی او له نړیووالې ټولنې غواړي ترڅو ددې بردیونو د درولو لپاره ګام پورته کړي. مونږ د یمن د دوه کلنې جګړې په هکله بیغوري خواشینونکي بولو او باد ددې برید په هکله بې پلوه څیړنې وشي.”

اسماعيل ولدالشيخ؛ “زه د اندیښنې په څرګندولو سره په یمن کې له ټولو ښکیلو خواوو غواړم ترڅو له داسې کړنو چې سولې او امنیت ته زیان رسوي لاس واخلي. په خواشینۍ سره دا بریدونه په داسې حال کې تر سره شوي چې په کویټ کې د پخلاینې خبرو ته شین څراغ ښکاره شو.”

د شنبې په ورځ په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په هوایي برید کې. چې د فاتحې پر مراسمو تر سره شو له امله یې یوسل څلویښت کسان ووژل شول او په سلګونه نور ټپیان شول. ډير مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *