د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي
د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ كې تېره شپه د بهرنيو ځواكونو د بې پيلوټه الوتكو بريدونو له كبله ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه بريدونه د اچين ولسوالۍ په شډل سيمه کې ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دې بريدونو كې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
سرچينه زياتوي، چې په يادو بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
