ویکي لیکس د کلنټن ۸۵۰ نور ایملونو خپاره کړ
ویکي لیکس د کلنټن د انتخاباتي دفتر مشر ۸۵۰ نور ایملونو خپاره کړ
ویکي لیکس ویب پاڼه نن د امریکا د دیموکرات ګوند څخه ولسمشرۍ ته نوماندی هیلري کلنټن د انتخاباتي دفتر مشر جان پوډستا ۸۵۰ نور ایملونو خپاره کړ. دا خبر د ویکي لیکس د ټوېټر په پاڼه کې خپور شوی. د خپاره شوو اسنادو شمیر ۱۱ زرو ته رسیږی. په جولای کې د ویکي لیکس ویب پاڼه هغه ایمیلونه چې د نامعلومو هکرانو لخوا د دیموکرات ګوند د ملي کمېټې د سيستمونو څخه غلا شوی وو خپاره کړ. د امریکا رسنۍ او کلنټن مينه وال په دی باور دی چې دا کار روسی هکران کړی، که څه هم پلټنو دا معلومات ندی تایید کړی.