د ملي شورا دواړه جرگي د ناامنيو په تړاو ورته نظر لري

د ملي شورا دواړه جرگي د ناامنيو په تړاو ورته نظر لري د مشرانو جرگي د تيري ورځې له نيوکو وروسته نن ولسي جرگي هم د امنيتي مسولينو ترمنځ د همغږۍ ــ جگړه ايزې تگلارې نشتون او په حکومت کي پر پنخمي ستني نيوکه کړې او دا ستونزې يي په هيواد کي د ناامنيو د ديرښت لاملونه ښودلي دي   دي جرگي ويلي که چيري امينتي مسولينو ددوي لپاره د منلو ځواب نه درلود د اعتبار د تر لاسه کولو لپاره به دوي ته صندوقونه کيشودل شي

په دې شپو ورځو کې ملي شورا پر نیوکو لاس پورې کړی او د امنیتي مسولینو له بې مسولیتیه سرټکوي.

تیره ورخ مشرانو او نن ولسي جرګې دا موضوع یاده کړې او دواړو جرګو د ناامنیو ډیرښت، د جنګي قومندانانو ترمنځ د همغږۍ، ددوی تر منځ اختلات او د جنګي تګلارې نشتون له امله ښودلی دی.

د ولسي جرګې غړیو ویلي، ډیری داسې پیښې رامنځ ته شوې چې وسله والو طالبانو پر یوه سیمه برید کړی او د سیمې په نیولو سره یې په دولتي وسلو ځانونه سنبال کړي او وروسته بیا په شاتمبول شوي دي. د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر امنیتي مسولینو ته خبرداری ورکړ، که چیرې یې دوی ته د منلو ور ځواب نه درلود ددوی د اعتبار لپاره به صندوقونه کیښودل شي.

له تیرو ورځو راهیسې ولسي جرګې په نیولو لاس پورې کړی او د حکومت نیمګړتیاوې یې په نښه کړې خو حکومت بیا ددوی د غږونو پر وړاندې غوږونه کاڼه کړي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *