ملگرو ملتونو د سوريې په حلب ښار کي د روسيې له لوري د ۸ ساعته اوربند هرکلی کړی خو له دي سره يي ويلي چي دا نيټه د مرستو رسولو لپاره بسنه نکوي
د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجازیک ویلي: مونږ د نښتو له هر ډول مخنیوي ملاتړ کو خو حلب ته له اړو کسانو سره د مرستې رسولو لپاره ډیر وخت ته اړتیا ده. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ستر درستیز اعلان کړی چې د پنجشنبې له اتو بجو به د مازدیګر تر څلورو بجو اوربند پلی کړي.
سرگئي رودسکوف- “د روسیې فدراسيون له ملګرو ملتونو او هغه هیوادونو سره چې د النصرې جبهې پر خلاف دي په دې هکله خبرې پیل کړې چې څه دول وسله وال له دې ښاره ایستلی شي. البته دا کار وخت ته اړتیا لري او نه غواړو وخت له لاسه ورکړو خو له دې مخکې به اوربند پلی شي ترڅو ملکي کسانو له امنو لارو له دې سیمې ووځي.”
استفان دوجاريک – “د هر ډول تاوتریخوالي جګړې او نښتو مخنیوی زمونږ له هر کلي سره مخ کیږي. مونږ په دې سیمه کې اړو کسانو ته دمرستو رسولو لپاره د اته څلویښت ساعته اوربند غوښتونکي یو.”
مخکې له دې د اینټر فکس خبري آژانس خبر ورکړی وو چې روسیه د پنجشنبه په ورځ په حلب کې اوربند اعلانوي. روسیه دا اوربند د انسان دوستی له مخې منلی دی او په دې موده کې به د سوریې دولت وسله والو مخالفینو ته اجازه ورکړل شي ترڅو له دوه لارو ووځي له دې سره د ملګرو ملتونو د مرستې کاروانونه کولای شي اړو کسانو ته مرستې ورسوي.
په ورته حال کې د اروپایي هیوادونو اته ویشتو غړیو په ناسته کې چې تیره ورځ تر سره شوې، په سوریه کې یې د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده. دا اته ساعته اوربند په داسې حال کې اعلانیږي چې په دې وروستیو کې د جګړې په هکله خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې او پر حلب بریدونو ته زور ورکړل شو. د لویدیځو هیوادونو مشرانو د یک شنبې شپې په ناسته کې چې په لندن کې تر سره شوې ګواښ کړی که چیرې پر حلب بریدونه بند نکړل شي روسیه او سوریه به له ډیریو نورو بندیزونو سره مخ شي. خو روسیې امریکا تورنه کړې چې پّ سوریه کې د ا وربند په پر خپلو ملاتړو وسله والو فشار نه راوړي.
