د عمام بهرنیو چارو وزیر: دایران له لوري د عمان له خاورې دوسلو قاچاق ریښتینی ندی

«یوسف بن علوی» په خپلو خبرو کې ویلي: د هغه وسلو په هکله خپاره شوي ریپوټونه چې د عمان له لارې د یمن ایراني وسلې لیږدول کیږي په هیڅ شرایطو ریښتیني ندي.

د عمان بهرنیو چارو وزیر «یوسف بن علوی» د هغه ریپوټونو په هکله چې ایراني وسلې د عمان له لوري یمن ته قاچاق کیږي غبرګون ښودلی. ددې ریپوټ له مخې ده د عمان له خاورې یمن ته د ایراني وسلو لیږدول ناسم ښودلي دي.

په همدي هکله د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي: له ایران سره مونږ ښې اړیکې لرو خو دا اړیکې دومره هم ښې ندي چې تر دې کچې غځیدلې وي.

علوي زیاته کړې: له ایران سره زمونږ اړیکې له خلیج فارس هیوادونو سره د اړیکو په پرته ډيرې مهمې ندي.

له دې  سره د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي: که چیرې سعودي عربستان د عمان له لارې یمن ته د ایراني وسلو د قاچاقو په هکله شکمن وي، مونږ هر ډول هغه مسله دي ته چمتو یو کوم چې په دې برخه کې شفافیت په ډاګه کوي.

خروج از نسخه موبایل