عطوان: پالستیک ډوله پرمختللي وسلی یا توغندي ته د حوثې ډلې لاس رسې ګواښ.

عطوان: پالستیک ډوله پرمختللي وسلی یا توغندي ته د حوثې ډلې لاس رسې ګواښ.

د سعودي عربستان اصلي ستونزه دا نده چي صنعا ترلاسه یا هم آزاد کړي ریاض غواړي صعده ، عمران او حجه چی د (حوثي ډلی اصلې مرکزونه دي) واک یې ترلاسه کړي.

د منصورهادی ویاند وایې، ایران او حزب الله ډلو دغه پرمختللي تکنالوژی د حوثي ډلی واک ته سپارلي.» رای الیوم ورځپاڼي نن په خپله سرلیکنه کې د عبدالباري عطوان له قوله لیکلې:«د حوثی ډلی له لوری د عربستان لویدیز باندی لویدیځ ۱ اور ویشتونکې توغندي توغول د دي څرګندوینه کوي چی حوثي ډلې پرمختللی وسلو ته لاس رسي پیداکړي او د منصور هادي ویاند هم ويلی وو چی ایران او حزب الله ډلی دغه پرمختللي وسلي د حوثيانو په واک کې ورکړي دی.»رای الیوم په خپله سرلیکنه کې زیاتوي : حوثیانو له لوري دغي پرمختللی وسلو ته لاس رسي د دي څرګندوینه کوي چی په یمن کې جګړه یوي بلی ګواښونکې خوا ته روانه ده.آیا امریکا او سعودي عربستان دا تمه لري د سعودي ترمشري لاندي الوتکې غیرمسؤله وسله وال بمباران کړي او حوثیان ورته خوشحالیانې وکړي؟!.داشان دغي ورځپاڼي زیاته کړي، له تیرو ۱۸ میاشتو رادیخواه عربستان پرله پسی بریدونوڅخه وروسته هم په دی ندي بریالی شوی ترڅو یمن اوسیدونکې ځان لپاره تسلیم او په پښو کینوي.د سعودي عربستان اصلي موخه دا نده چی صعده ، عمران او حجه ونیسې بلکه ریاض غواړی دغه ځایونه چی (د حوثیانو اصلی مرکزونه دی) د دوي له شتون څخه پاک کړي خو له تیر تاریخ رادیخواه هیڅ هیواد حتا بریتانیا هم په دی ندي بریالې شوي ترڅو دوی ونیسۍ چی عربستان خویې یوځل هم نشې نیولې.د یادونې وړ ده چي تیري جمعي په ورځ یمنې ځواکونو اتشفشان ۱ په نامه لری ویشتونکې توغندي په مرسته د ملک فهد پوځی اډه چي طایف مرکز کې شتون لري په نښه کړي او ویشتلي ده. خو عربی رسنیو ریپوټونه خپاره کړي چي ګویا دغه توغندي د طایف په سویل ختیځ مکه سیمه کې لګیدلي چی دغه توغندي سعودی میشته او د دوي ایتلاف سره یوځای شوي کسان ویرولي دي.دغه توغندي چی ۸۰۰ کیلومتره لري ځای په نښه کولي شي دا ثابته کړه چي یمنې اوسیدونکې سره له دي چي ترسختي کلابندي لاندی هم شتون لري خو په د دي وړتیا لري چی د جګري موخې ته بدلون ورکړي او د ځان په ګټه یې پای ته ورسوي.دغه توغندي چی یو له پرمختللو توغندیو څخه دي ایران جوړونکې شهاب ۲ په نامه ده او داعربستان ته په ډاګه شوه چی دوی به تل په یمن کې د حوثیانو وسلو زیرمو له منځه وړلو ادعا کوله دغه خبري بی بنسټه کړي او په دي برخه کې له ماتي سره مخ شول. دغه توغندي چی لری ویشتونکې شاوخوا څه باندی ۸۰۰ کیلومتره پوري هدف ویشتلې شي پالیستیک ډوله اسکاډ په نامه نومول شوي دي . د دی توغندي اوږد والې ۱۲.۵ متره او غوچ والې یې ۸۸ ثانتي متره ده.سروکې یې هم نیم ټن وزن لري او خورا ځواک څخه برخمن دي.دغه لری ویشتونکې توغندي په خپله د یمني اوسیدونکو له لوري جوړل او تولید شوي دي.

خروج از نسخه موبایل