د وسله والو طالبانو يوه لوړ پوړي پلاوي پاکستان ته سفر کړی

د وسله والو طالبانو يوه لوړ پوړي پلاوي پاکستان ته سفر کړی   او له افغان حکومت سره يي د وروستيو ليدني پايلي له دوی سره شريکه کړې ديد پاکستان دولت له ډيرو مالوماتو ورکولو پرته ددي پلاوي د سفر پخلی کړی دی

د بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې پّ قطر کې د افغان حکومت  او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ ناسته په ډاګه کړې وه او دا ځل یې ویلي چې د  افغان طالبانو یوه پلاوي اسلام آباد ته سفر کړی او د افغان حکومت له مشرانو سره یې د لیدنو پایلې له دوی سره شریکې کړې دي.

دې ورځپاڼې د طالبانو دوه لوړ پوړیو چارواکیو له خولې لیکلي: چې د قطر دفتر دریو لوړ پوړیو چارواکیو تیره اونۍ اسلام اباد ته سفر کړی. په ډې ریپوټ کې لیکل شوي چې دا پلاوی د طالبانو رژیم پر مهال په اسلام آباد کې افغان سفیر مولوی شهاب الدین دلاور، د طالبانو رژیم یوه وزیر ملا جان محمد مدنی  او د پوهنې پخوانی مرستیال وزیر ملا عبدالسلام ددې پلاوي غړي دي.

 طالبانو ته نږدې دې سرچینې ویلي، د قطر په وروستیو خبرو کې یوه امریکایي استازي هم شتون درلود او له طالبانو سره یې مخامخ خبرې کړې دي.

دې سرچینې ویلي، د وسله والو طالبانو مشر حکم کړی ترڅو له افغان حکومت او امریکا سره د پخلاینې خبرې چټکې کړي.

ګارډین د طالبانو له لوری لیکلي د پآکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هیوادونه ورو ورو له د سولې له بهیر سره یوځای کیږي خو د پاکستاان ګډون ډير مهم دی ځکه دا هیواد د افغانستان په موضوع کې دخیل دی.

له بل لوري یوه امریکایي آژآنس هم په پاکستان کې د افغان سفیر له لوري ددې سفر پخلی کړی خو په ډې هکله یې ډير مالومات ندي ورکړي. دې آژآنس له لویدیځو چارواکیو څخه اوریدلي چې اسلام آباد ته د طالبانو وروستی سفر د قطر په خبرو تړاو نلري.

ددې سرچینو په وینا د طالبانو استازي کله ناکله پاکستان ته سفرونه کوي، وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله څه ندي ویلي.

خروج از نسخه موبایل