سعودي عربستان د نفتو دبازار د ثبات څيړنه کوي
د سعودي عربستان د انرژۍ وزير خالد فلاح وائي سلطنت نيت کړی د نفتو بازار کې ثبات رامنځته شي. لکه چې ريانووستي خبر ورکوي چې ده دغه خبره دروسيي د انرژي وزير الکسندر نواک سره دليدنې پر مهال څرګنده کړه. « په نننی غونډه کې تر ټولو ښه څرګنده شوه چې سعودي عربستان د نفتو د بازار د ثبات قصد لري» — دامطلب الفلاح څرګند کړ. د هغه په وينا مسکو او رياض په ګډه هغسي دريځ څرګندوي «چې دابه دتيلو دبازار لپاره يوه هڅوونکې نښه وي». مخکې سعودي عربستان ويلي وو چې د اوپک څخه بهر داسي هيوادونه چمتوالی ښودلی چې د تيلو توليد کم کړي.
