پاپ فرانسيس له اروپايي هيوادونو غوښتي ترڅو دکډوالو پر مخ دروازې پرانيزي له دي سره ده له اروپايانو هم غوښتي ترڅو له کډوالو سره انساني چلند وکړي
د نړۍ کاتولیکانو مشر څرګندونې په داسې حال کې دې چې له دې یوه ورځ وړاندې په فرانسه کې د ځنګله په نامه د کډوالو پنډغالی ویجاړ کړل شو. په دې پنډغالي کې له کلونو راهیسې د بیلا بیلو هیوادونو غیر قانوي کډوالو تر زړو کیږدیو لاندې، انګلستان ته د تګ په هیله شپې ورځې تیرولې. خو تیره ورځ د کډوالو له نیوکو او د اور لګیدنې سره دا پنډغالی د دولت له لوری له منځه یوړل شو. په اروپا کې د کډوالۍ کړکیچ ددې قارې د اوسیدونکو د پردیو پر وړاندې کرکه را پارولې ده چې له امله یې ډيری شمیر اروپایي هیوادونو هم د کډوالو پر مخ خپلې پولې وتړلې. پآپ له دې هیوادونو غوښتي ترڅو د کډوالو مخنیوی ونکړي او له دوی سره انساني چلند ولري.
پاپ فرانسيس – “د نړۍ په یو شمیر سیمو کې پّ لارو کې خنډونه د ډيرښت په حال کې دي، دې کړنې د ښځینه او نارینه وو پر و ړاندې ډيری ستونزې رامنځ ته کړې دي. د دروازو بندلو حل لاره نده. دا ګام به د انسان د قاچاقو د ډيرښت لامل شي حل لاره یواځې له دوی سره خواخوږي ده، خواخوږي.”
