داعش د سوريي له رقي ښار څخه د عراق موصل ته مخه کړې ده
داعش د سوريي له رقي ښار څخه د عراق موصل ته مخه کړې ده
دعراقي مليشو حشد الشعبي ډلې وياند له دي سره ويلي دوي هڅه کوي ترڅو د سوريي او موصل لاره بنده کړي
په موصل کې پر داعش د کړۍ په را تنګیدو سره د موصل عملیات له ستونزو او خنډونو سره مخ کیږي. په داسې حال کې چې مخکې له دې له ملکي کسانو څخه د سپر په توګه د کارا خستنې اندیښنې رامنځ ته شوې وې خو اوس ویل کیږي چې داعش وسله والو له سوریې څخه د عراق په لور مخه کړې ده.
احمد اسدي – “داسې اسختباراتي مالومات تر لاسه شوې چې له رقیې څخه موصل ښار ته د داعش وسله والو د استولو شکارندویي کوي. دا د هغه څه برعکس دي چې ویل کیدل داعش له موصل څخه د سوریې په لور په تیښته کې دي. زمونږ دنده د سوریې او عراق ترمنځ د تړل شوې لارې بندول ده مونږ هیله مند یو چې د داعش د اړیکې لاره بنده کړو.”
د موصل عملیات چې خپلې دریمې اونۍ پیلیدو ته نږدې شوي دي په دې هیواد د داعش د له منځه تلو وروستۍ هڅې ګڼل کیږی، خو ویل شوي چې دا عملیات د داعش له کلک مقاومت سره مخ شوې او کیدای شي تر اونیو وغځیږي. دا ښآر یو نیم میلیونه اوسیدونکي لري چې اوس دوی د وتلو په حال کې دي.