يو شمير هيوادونو او د نړۍ مشرانو د لبنان د مشر په توگه د ميشل عون له ټاکل کيدو هرکلی کړی

يو شمير هيوادونو او د نړۍ مشرانو د لبنان د مشر په توگه د ميشل عون له ټاکل کيدو هرکلی کړی دی نومه وړی د دوشنبه په ورځ د پارلمان په ډيريو رايو سره ددې هيواد د ولسمشر په توگه وټاکل شو او دا هيواد له دوه نيمو کلونو وروسته د ولسمشر خاوند شو

د لبنان ولسمشر د لوړې مراسمو پر مهال په لومړنۍ وینا کې وویل: زه به د تولو لبنانیانو د ولسمشر په توګه چې ددوی د استازو له لوري زه ټاکل شوی هڅه وکړم ترڅو لبنان له اوسنیو ستونزو وباسم.

ميشل عون، “زما لومړنی ګام به د پوځیانو پیاووړي کول وې ځکه چې زمونږ هیواد له ځینو ګواشونو سره مخ دی او په ډې سره به د هیواد خپلواکی او ځمکنۍ بشپړتیا په امن کې وي.”

د لبنان ولسمشر په توګه د میشل عون ټاکلو د یو شمیر هیوادونو او مشرانو له هرکلي سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو لوی منشي او د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې دده له ټاکلو هرکلی کړی دی. بانکي مون په لبنان کې د داسې یوه حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې چې په دې هیواد کې د سولې او ټیکاو د رامڼځ ته کیدو لامل شي. د سوریې ولسمشر بشار اسد هم له عون سره په تلفوني اړیکه کې له دې سره چې ده ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کړې هیله مندي یې څرګنده کړې چې دا ټاکنه په لبنان کې د هوساینې او ټیکاو لامل شي. د عراق بهرنیو چارو هم د لبنان د ولسمشر په توګه د میشل عون له ټاکل کیدو هرکلی کړی او هیله مندي یې څرګنده کړې چې دی په خپلو چارو کې بریالی وسي او له ډيریو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري.

د اردنن دوهم پادشاه ملک عبدالله د ولسمشر په توګه د میشل عون دټاکل کیدو مبارکي ورکړې او د سیمې له تولو هیوادونو یې غوښتي ترڅو له دې هیواد سره هر ډول مرستې او همکاری ته لستوڼي بډ وهي

د موریتاني ولسمشر محمد ولد عبدالعزیز میشل عون ته د مبارکۍ پیغام استولی او له دی هیواد سره یی د اړیکو د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د انګلستان د دولت ویاند په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دا د لبنانیانو په ژوند کې یو نوی پړاو دی.

د مصر ولسمشر هم له خپل لبناني سیال سره په ټلفوني اړیکه کې هیله مندي څرګنده کړې چې دده ټاکنه په لبنان کې د هوساینې او ددې هیواد د پرمختګ لامل شي. فرانسوا هولاند هم د ولسمشر په توګه د عون ټاکنې مبارکي ویلې او د روسیې بهرنیو چارو وزارت هیله مندي ښودلې چې د عون ټاکنه په لبنان کې د سولې او ټیکاو د رامنځ ته کیدو لامل شوی.

خروج از نسخه موبایل