په بحرین کې د بریتانیا پوځی اډي پرانیستل

په بحرین کې د بریتانیا پوځی اډي پرانیستل د بهرنیو رسنیو په حواله بریتانیا به ډیر ژر خپله پوځي اډه په بحرین کې پرانیزي. د ریپوټونو پر بنسټ دغه پوځی سمندري دایمی لومړنې اډه ده چې له تیرو ۴۰ کلنو وروسته د بریتا نیا له لوري په خلیج فارس کې جوړیږي ټاکل شوي چی دغه پوځي اډه به راتلونکې میلادي کال لومړي میاشت پرانیستل شې او د انګلیسانو لومړي ناو به هلته ورسیږي. بریتانیا تر دي مهاله پوري په دي پوځی اډه کې ۶۰۰ ځواکونه ځاي پر ځاي کړي دي.دغه پوځي اډه چي د بحرین په «مناسلمان» کې پرانیستل کیږي ځانګړي ځواکونه هم د خپلو شخصي موخو لپاره هلته ځای پرځای شوي او ګټه پورته کوي. همدا راز ټاکل شوی چي ناوشکن سمندري ځواکونه به هم د داعش سره د مبارزه په موخه دغه سمندري پوځی اډي کې ځای پر ځای شي. انګلیسي چاپي ډیلی میل ورځپاڼي د یو دیپلومات له قوله لیکلي: « دغه پوځی اډه به تر پرانیستلو د بریتا نیا دفاع وزارت په لګښت کې هم خورا کم والي راولي، ځکه چې انګلیسي ناو له ماموریت څخه وروسته نشي کولي د تازه جوړوني لپاره بریتا نیا ته ولاړي شې». د دي پوځی سمندري اډي یوتن بریتانیایی غړي وایی چې ، دغې پوځي اډي څخه بریتانیا کولي شې د وسلو زیرمی یا ساتن خوني په توګه هم ښه ګټه پورته کړي ځکه د نوموړي په حواله بریتانیا لپاره لاره هواروي ترڅو هر ډول بیړني مرستي یا بیړنیو عملیاتو څخه له دي ځای څخه ګټه پورته او ګډون وکړي ځکه چې ډیری هیوادونه شاید په تنګه هرمز کې د دي هیواد بیړیو تګ مخ نیوي وکړي. بلخواه بیا نیوک ګرانو د دي پوځی اډی قانوني ډول پرانېستلو پر وړاندي اندیښنه څرګنده کړي.ځکه چې دغه پروژه د آلمان په پارلمان کې نده تصویب شوي. د بشرحقونو ډلې د دي پوځی اډی نوم «جفیر» ټاکل کیدو باندي نیوکه کوي او وایي چې دغه نوم هغه تیر یادونه را تازه کوي چی هغه مهال بحرین خپله خپلواکې نه وه ترلاسه کړي. انګلیسانو جفیر سمندري پوځی اډه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۵ کال کې د بحرین په سلمان بندر باندی جوړه کړي وه. او په ۱۹۵۰ میلادي کال کې انګلیسانو د لومړي ځل لپاره هلته خپل سمندري ځواکونه ځای پر ځاي کړل. وروسته له دي چې په ۱۹۷۱ میلادي کال کې بحرین خپله خپلواکې ترلاسه کړه انکلیسانو له دغي پوځي اډي څخه خپل ټول سرتیري بهرکړل. خو یوځل بیا په ۲۰۱۴ میلادی یعنی ۱۳۹۴ کال په آبان کې دغه پوځي سمندري اډه د انګلیسانو بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند او دبحرین آلخلیفه خالد بن حمد له لوري د دي پروژي چاري پیل شوي. د دي ترڅنګ چي مخالفان تل دمنامه له لوري زپل کېدل خو سره له دي بیا هم د ۲۰۱۴ میلادي کال دسامبر میاشتي په ۶ او د (آذر ۱۳۹۴ ) کال کې د بحرین او انګلیس ترمنځ په خلیج فارس کې د سمندري پوځی رامنځ ته کیدو یو تړون لیک لاسلیک شو. او دغه طرحه د ۲۰۱۴ کال دسامبر یعنی د (آبان ۱۳۹۴ ) کې د هاموند له لوري رسمی علنی ډول باندی اعلان شوه. بشری حقونه په دي باور دي چې د دي طرحي پر وړاندي د لندن پټه خوله ساتل په بحرین کې کره ډول بشرحقونه ترپښولاندي کېدل دي. انګلیس په بحرین کې د دموکراسی پلوه نه پلوي په خاطر تل ترنیوکې لاندي راغلي دي. همدا راز په دي هیواد باندي تور پوري شوي چی د خپلو شخصی ګټو او معاملو او سوداګریزو اړیکو لپاره یي له آلخلیفه پادشاه سره قرباني کړي. بحرین له ۱۳۸۹ کال بهمن څخه تر دي مهاله سترو لاریونونو شاهد ده . لاریون کونکې د آلخلیفه حکومت ړنګیدو او سیاسی بندیانو بند څخه خلاصون غوښتونکې دي. په داسی حالاتو کې تل بحریني امنیتی ځواکونه چې د یوشمیر لویدیځوالو هیوادونو ترڅنګ د عربستان ملاتړ هم له ځانه سره لري لاریون کوونکې ځپلي او دوی موخي ته تر رسیدو راډب یا مخ نیوي کوي.

خروج از نسخه موبایل