ټرامپ: کلینټون فاسده او بډې اخستونکي میرمن ده
د امریکا جمهوري غوښونکو نوماند ډونالډ ټرامپ خپله سیاله او ددې خاوند د کلینټون بنسټ تړلو ته را وبلل او هیلاري کلنټون یې فاسده او بډې اخستونکې میرمن ښودلې ده.
د امریکا ولسمشریو ټاکنو لپاره نوماند ډونالډ ټرامپ ویلي: له څو لسیزو راهیسې د هیلاري کلنټون کورنۍ د کلنټون بنسټ له لوري دې پر ځای چې ملي ګټو ته کار وکړي خپل جیبونه ډکوي.
د فرانسې خبري آژآنس د ټرامپ له خولې لیکلي: دا روښانه خبره ده چې د کلنټون موسسه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو فاسده موسسسه ښودل شوې ده.
د کلینټون بنسټ په دوه زر یو کال کې کله چې بیل کلینټون د ولسمشری پړاو پای ته ورسیددې بنست وکولای شول د هیواد په دننه اوبهر کې میلیونونه ډالره تر لاسه کړي چې شتمنې یې میلیارددونو ډالرو ته ورسیده.
له دې بنسټ سره ډيری مرستې په امریکا کې دا شکونه رامنځ ته کړل چې کیدایي هیلاري کلنټون کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه په ځینو برخو کې یې خپلې شخصي ګټې د ملي ګټو په پرتل مخکې کړې وي.
له دې مخې ددې ادارې پر مرستو د څارنې کچه لوړه شوې خو دې څارنو ونشو کولای ترڅو له دې بنسټ سره د هغه مرستو مخنیوی وکړي کوم چې حکومت ترې خبر نه وو.
